افغانستان کریکټ

مجیب ځدران خپلو مینه والو ته په انګلیسي ژبه د ۲۰۲۱ کال مبارکي ورکړې

افغان سلو توپ اچوونکي مجیب ځدران تازه خپلو ټولو مینه والو ته د فسبوک له لارې د ۲۰۲۱ م کال مبارکي ورکړې، نوموړي تازه پر خپله رسمي فسبوک پاڼه خپل نوي او تازه تصویران خپاره کړي دي او ورسره یې په انګلیسي ژبه خپلو مینه والو ته د نوي ۲۰۲۱ کال مبارکي ورکړې ده هغه لیکلي ” happy new year 2021″ او همداراز یې ۲۰۲۰ کال سره خدای پاماني هم کړې ده.

مجیب ځدران دا مهال په اسټرالیا کې دی او د هغه هېواد په ستر تحارتي لیګ بیګ باش کې په لوبو بوخت دی نوموړي تیره ورځ په دغه لیګ کې د خپل فارمټ تر ټولو قیمتې توپ اچونه وکړه چې په څلورو اورنو کې پنځلس منډې ورکړې او پنځه مهم لوبغاړي یې وسوځول دا د نوموړي لپاره تاریخي لوبه وه چې د ځان لپاره یې دغه رکارډ په خپل نوم ثبت کړ
مجیب ځدران د افغان ملي لوبډلې سلو تو اچوونکی دی چې تازه یې واده هم کړی او له واده وروسته بیګ باش سیالیو ته تللی چې هلته په کرونا د اخته کیدو وروسته بیرته لوبو ته راستون شوی او نندارییزې لوبې ترسره کوي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې