دلوبغاړو په اړه

د پاکستان ښځینه کریکټ لوبډلې کیپتانه بسمه معروف د جنوبې افریقا ښځینه لوبډلې خلاف سیالیو څخه بهر شوه

د پاکستان ښځینه کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشره بسمه معروف نه غواړي چې د جنوبې افریقا ښځینه کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې راتلونکي سیالیو کې ولوبېږي، نوموړي له دې امله له دغه سفر څخه انکار کړی دی چې وایي ځینې کورنۍ ستونزو له امله نه غواړي پاکستانۍ ښځینه کریکټ ملي لوبډلې سره جنوبې افریقا ته د سیالیو لپاره سفر وکړي.

د پاکستان ښځینه کریکټ ټیم مشرې روزونکې اروز ممتاز په یو بیان کې وویل: ((بسمه معروف مونږ ته د کورنیو ستونزو او دلایلو له امله د نه تللو خبر راکړ، هغه په ښکاره ډول خواشینې وه چې په دې لړۍ کې ګډون نه کوي خو کورنۍ یې لومړیتوب ورته لري او باید چې ګډون ونه کړي.)) نوموړې که څه هم د یادو سیالیو لپاره چمتووالی نیولی وه خو اوس له دغه سفر څخه بهر شوه.

د پاکستان ښځینه کریکټ لوبډلې روزونکې همدغه راز وویل چې دوی به پرته له بسمه معروف څخه ډېر ژر ۱۷ کسېزه سکواډ د جنوبې افریقا سفر لپاره اعلان کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې