دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هند له استرالیا څخه خپل غچ واخیست

د هندوستان او استرالیا ترمنځ دوهمه ټیسټ لوبه په میلبورین لوبغالي کې نن پای ته ورسیده، دې لوبه کې لومړۍ توپ وهنه استرالیا وکړه دوی خپله ټوله لوبډله په ۱۹۵ منډو کې له لاسه ورکړه، کله چې هندوستان کرکټ ملي لوبډله میدان ته راښکته شوه د اجینکا ریحاني د بهترینه سلیزې پرمټ یې ۳۲۶ منډې جوړي کړي، دوهم اننګز کې استرالیا کرکټ ملي لوبډله د هندي بالرانو په ګډه ښکاره شوه او خپله ټوله لوبډله یې په ۲۰۰ منډو کې د لاسه ورکړه.


یاده دې وي چې استرالیا کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه پاڼۍ کې یوازي ۷۰ منډې هدف هندۍ لوبډلې ته په مخ کې کيښود او هندوستان دا هدف د دوه ویکټو په نقصان پوره کړ د دې لوبې غوره لوبغاړی لوبډلمشر اجینکا ریحاني اعلان شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې