افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

ډاکټر عبدالله عبدالله هم د راشدخان ستاینه وکړه!

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان د ای سی سي د لسیزې غوره لوبډله کې په راتلو ستایلی دی.

عبدالله عبدالله پر خپل رسمي فیسبوک پاڼي د راشد خان په اړه داسي لیکلي:

،،د کرکټ ملي لوبغاړي راشد خان بریا دې ټولو ته مبارک وي

د هېواد ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي راشد خان د خپلو اتلولیو په لړ کې د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د وروستۍ لسیزې د ځانګړې لوبډلې په نوملړ کې ځای خپل کړی.

د کرکټ ملي لوبډلې په ځانکړي راشد خان تل هېوادوالو ته خوښۍ او ویاړونه ډالۍ کړي دي.

د سولې دا سفیران دې ژوندۍ او ګړندۍ وي،،

عبدالله عبدالله وروسته تر هغه دا خبري کوي، چې د کرکټ نړیوالې شورا د لسیزي په غوره لوبډله کې راشدخان ارمان ته هم ځای ورکړي وو.

راشدخان ارمان پرون د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د نړۍ د پیاوړ لوبغاړو په ډله کې د شل اوریزو سیالیو د تیري لسیزې د خطر ناکي لوبډلې په نوملړ کې راښکاره شو.

راشد خان له تیرو څلورو کلونو راهیسی د افغانستان لپاره نړیوال کرکټ پیل کړی دی چې تر دې دمه په نړیواله کچه ډیر ښه ځلیدلی دی او د نړۍ ګڼ شمېر مهم تجارتي لیګونه یې لوبولي دي.

راشد خان ته تر اوسه پورې د کرکټ نړیوالې شورا، افغان کرکټ بورډ، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، افغان لوبغاړو او د کرکټ مینه والو مبارکي ورکړې ده.

افغان کرکټ بورډ وایي، راشدخان، د افغانستان د شل اوریزو سیالیو په بریا کې هم همېشه ډیره ښه رول لوبولی؛ افغانستان ته یې ویاړونه وربخښلي دي، چې له امله یې د نړۍ په دغې مهمه لوبډله کې شامل شو.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې