دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

شعیب اختر پر آی سي سي ګوزار وکړ، نوموړی : آی سي سي د لسیزې غوره لوبډله نده اعلان کړي دوی یوازي د آی پي ایل لوبډله اعلان کړې

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني چټک بالر شعیب اختر وروسته له هغې آی سي سي تورنه کړله کله چې د لسیزې په غوره لوبډله کې په درې واړو فارمټونو کې هېڅ پاکستانی لوبغاړی ونه لیدل شوهغه وایې، د کرکټ نړیواله شورا یوازي د پیسو سوچ کوي، د بابر اغظم نه په شل اوریزو لوبو کې څوګ غوره دی؟ پاکستان کرکټ بورډ هم د آی سي سي سره غړیتوب لري خو مونږ هېڅ اړتیا نلرو چې د لسیزې په غوره لوبډله کې مو لوبغاړی راشي، زه آی سي سي په دې هم ګرموم چې دوی د پیسو له امله لوبې خرابوي او نړیوال جامونه ډېر نه ترسره کوي، په پنځوس اوریزه لوبډله کې چیرته دی ډینل لالي، جیف تامسن، وسیم اکرم، او وقار یونس؟ دوی یوازي په درې کلونو کې دوه نړیوال جامونه ترسره کوي، زه بیا هم وایم که ویراټ کوهلي سره د بابر پرتله وکړو نو سره مساوي دي خو بابر هېڅ فارمټ کې نشته او ویراټ په درې واړه فارمټونو کې دی، آی سي سي د لسیزې غوره لوبډله نده اعلان کړي دوی یوازي د آی پي ایل لوبډله اعلان کړی.


یاده دې وي چې د آی سي سي د علان وروسته د پاکستاني لوبغاړو او مینوالو توند غبرګونونه راپاریدلي چې ولي پاکستانی لوبغاړی د لسیزې په غوره لوبډله کې رانغلی؟

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې