افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ایرلینډ د افغانستان څخه مخکې له متحد عربي اماراتو سره څلور پنځوس اوریزې لوبې لري

په پام کې ده چې ایرلینډ او افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د جنورۍ په ۱۹، ۲۱، او ۲۳، نيټه د راتلونکي پنځوس اوریزه جام لپاره سوپر لیګ سیالۍ ترسره کړي، خو ایرلینډ کرکټ بورډ نن خبر ورکړ چې دوی به د جنورۍ په ۸، ۱۰، ۱۲، او ۱۴، نېټه د متحد عربي اماراتو سره څلور پنځوس اوریزه سیالۍ د افغانستان د لوبو مخکې ترسره کړي، د ایرلینډ او متحد عربي اماراتو لوبډلو ترمنځ به دا څلور واړه پنځوس اوریزې سیالۍ په شیخ زاهد نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.


یاده دې وي چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله اوس مهال په ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي کې په تمریناتي کمپ بوخته ده، د کرکټ بورډ د معلوماتو پر اساس افغان لوبډله به د لس ورځني تمریناتي کمپ وروسته د خپلو درې پنځوس اوریزو لوبو چې کوربتوب یې افغانستان کوي وخت او ځای په ډاګه کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې