دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

استرالیا ته د خطر زنګ دوی په دوهمه ټيسټ لوبه کې د هندي بالرانو مقاومت نشي کولی

د اجینکا ریحاني لوبډلمشري تراوسه په بهترینه ډول مخ ته راونه ده، نوموړی کوښښ کوي ترڅو په مسلسل ډول باندې روي چندر اشوین توپ اچونې ته راولي، او اشوین هم په بریالي ډول په لومړي اننګز کې درې او په دوهم اننګز کې تراوسه په شپږو ویکټو کې څلور ترلاسه کړي دي.


استرالیا په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۹۵ منډې جوړي کړي او هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د ریحاني د سلیزې پرمټ ۳۲۶ منډې ترلاسه کړي، اوس استرالیا په دوهم اننګز کې ۱۰۵ منډې جوړي کړي او شپږ ارزښتناکه لوبغاړي یې د لاسه ورکړي دي، هندوستان ته څلور ویکټې پکار دي ترڅو په روانه دوهمه ټیسټ سیالۍ کې د وړاندې بریا خپله کړي، استرالیا لوبډله باید په څلورو ویکټو لومړی د هندوستان ۲۶ بقایه منډې پوره کړي او ترڅنګ یې باید په همدي ویکټو هندوستان ته یو ستر هدف کیږدي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې