افغانستان کریکټ

د ولایتي کرکټ د پرمختیا لپاره له ۴۶ غوره نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه

افغانستان کرکټ بورډ کې نن د پنځو ولایتونو لپاره له هغو ۴۶ نوماندانو ازموینه واخیستل شوه چې د ولایتی کرکټ د پرمختیا مدیر بست په موخه یې له ادارې سره خپل غوښتنلیکونه شریک کړي وو.

یاد کسان د اړوند بست لپاره د ټولو شرایطو له پوره کولو وروسته غوره شوي وو چې نن یې په بشپړ روڼ ډول په ازموینه کې ګډون وکړ او له منځه به یې د اړوندې لړۍ له تېرولو وروسته تکړه او غوره نوماندان وټاکل شي.

باید وویل شي چې له یادې ازموینې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس ښاغلي رحمت الله قریشي هم څارنه کوله او ټولو نوماندانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د یادو بستونو ټوله لړۍ به په ښه توګه پر مخ وړي او څارنه به ترې کوي او همدارنګه یې ورسره ژمنه وکړه چې مستحق کسان به یادو بستونو ته لاره ومومي.

د یادونې وړ ده چې نننۍ ازموینه د پخوانیو زونونو د مرکزي ولایتونو (کابل، ننګرهار، پکتیا، کندهار او کندز) لپاره د کرکټ پرمختیایي مدیر بستونو لپاره واخیستل شوه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې