افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د راشدخان لپاره یو بل ویاړ!

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې سلو توپ اچونکي راشد خان ارمان لپاره یو بل ویاړ، داچې د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزه لوبو د لسیزي په غوره یولس کسیزه لوبډله کې شامل کړی.

آی سی سی یا د کرکټ نړیوالې شورا پر خپل رسمې فیسبوک پاڼي یو تازه خبر خپور کړي، چې پکې یې د لسیزي د غوره لوبغاړو څخه یوه لوبډله جوړه کړې ده.د لسیزي یولس کسیزه لوبډله:راشد خان ارمان،ایم ایس ډوهني، روهیت شرما، ویرات کوهلی جسپریټ بورما، ایرون پنچ ګلین مکسویل، ډيولرز، لاسټ ملینګا، کریس ګیل او کیرون پولارډ هغه لوبغاړي دي، چې د کرکټ نړیوالې شورا په خپله یولس کسیزه لوبډله کې شامل کړي.په دې لوبډله کې د افغانستان څخه ځوان سلو توپ اچونکی راشد خان ارمان، د هند څخه ایم ایس ډوهني، روهیت شرما، ویرات کوهلی او جسپریټ بورما، د اسټرالیا څخه ایرون پنچ او ګلین مکسویل، د دې ترڅنګ له سویلي افریقا څخه ډيولرز، له سریلانکا څخه لاسټ ملینګا او د له ویسټ انډیز څخه کریس ګیل او کیرون پولارډ شامل لوبغاړي دي.

آی سی سی د لسیزي غوره لوبغاړي هم اعلان کړي دي، چې د هغو له ډلي څخه به یې یو لوبغاړی د ډیرو رایو په خپلو سره د لسو کلنو تر ټوله غوره لوبغاړی شی.

که څه هم په دې لیست کې راشدخان او بورمرا له تیرو څلورو کلونو راهیسی نړیوال کرکټ ته راغلي خو بیا هم د ښه ځلېدو له امله د کرکټ نړیوالې شورا د لسیزي د غوره لوبغاړی په جایزه کې شامل کړي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې