دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د دوهمه درجه هیوادنو څخه کایل کوایټزر د لسیزې غوره لوبغاړ شو، د نړیوالو لوبغاړو جایزې له کوم تلویزون څخه لیدل کیږي لیکنه کې یې ولولئ

د کرکټ نړیوالې شورا د دوهمه درجه هیوادونو د لوبغاړو څخه کایل کوایټزر ته ایوارډ ورکړ،هغه لومړنی لوبغاړی شو چې د دوهمه درجه هیوادونو د لوبډلو څخه یې د لسیزې غوره ایوارډ واخیست.


کایل کوایټزر د سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلې ترټولو مخکښ او غوره توپ وهونکی دی چې ډېر کله یې د نړیوالو لوبډلو پروړاندې ښه اننګزونه نندارې ته وړاندې کړي دي،یاده دې وي چې سبا د دې مراسمو پیل د افغانستان پروخت یوه بجه کیږي، چې پکې د افغانستان څخه د یوې لیسزې د غوره لوبغاړو په لړ کې لومړنۍ افغان لوبغاړی راشد خان ارمان دی چې د شل اوریزو لوبو د بالرانو په قطار کې به د لسیزې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړي، تاسو کولای شئ د دې ایوارډونو ژوندي نشرات له سټار سپورټ تلویزون څخه د ایلن ولکنز په کوربتوب تعقیب کړئ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې