افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د افغانستان ویاړ، راشد خان ارمان د آی سي سي په غوره لوبډله کې انتخاب شوی

آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا په خپله خپره کړي اعلامیه کې د شل اوریزو لوبو یوه یولس کسیزه لوبډله غوره کړي چې پکې د راشد خان ارمان نوم هم شته، دا لوبډله د لسیزه پیاوړی لوبډله ده چې پکې د راشد ارمان په ګډون، جیسپریت بومرا، لاسیت ملینګا، روهیت شرما، ایروین فینچ، ویراټ کوهلي، کریس ګیل، اې بي ډي ویلیزرز، ګلین مکسویل، ایم ایس ډوهني، او کرن پولارډ شامل لوبغاړي دي.


خو د کرکټ نړیوالې شورا په پنځوس اوریزه انتخاب شوی لوبډله کې بیا د هېڅ کوم افغان لوبغاړي نوم نه لیدل کیږي، په پنځوس اوریزه لوبډله کې روهیت شرما، ډیویډ وارنر، ویراټ کوهلي اې بي ډي ویلیرز، شکیب الحسن، ایم ایس ډوهني، بین سټوګز، لاسیت ملینګا، میچل سټارک، عمران طاهر، او ټرینټ بولټ شامل لوبغاړي دي، او په ټیسټ غوره شوی لوبډله کې الیسټر کوک، ډیویډ وارنر، کین ویلیمسن، ویراټ کوهلي، سټیو سمیت، کومار سنګا کارا، بین سټوګز، روي چندر اشوین، ډیل سټین، سټوراټ براډ، او جیمز انډرسن شامل لوبغاړي دي،
یاده دې وي چې د کرکټ نړیواله شورا به د روانې میاشتې په ۲۸ نېټه د لسیزې غوره لوبغاړي او د هغې جایزې اعلان کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې