افغانستان کریکټ

په بست زون کې د چټک توپ اچوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

د کرکټ د بند امیر، مس عینک، امو او سپین غر زونونو سربېره پرون په بست زون کې هم د چټکو توپ اچوونکو د موندنې او غوراوي په موخه له شا وخوا ۳۱ چټک توپ اچوونکو ازموینه واخیستل شوه چې له منځه یې لس چټک توپ اچوونکي غوره شول.

افغانستان کرکټ بورډ پر خپل رسمې فیسبوک پاڼې د دې خبر تائد کړي دي.

دغه ازموینه چې د یاد زون په کندهار ولایت کې د ټولو اړوند ولایتونو له لوبغاړو واخیستل شوه، پکې هغو چټکو توپ اچوونکو ګډون درلود چې د توپ اچونې چټکتیا یې په یوه ساعت کې له ۱۲۵ کیلومټره زیاته وه.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کرکټ بورډ د د لوبې پرمختیا او ملي کرکټ اکاډمي څانګې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د چټک توپ اچوونکو د موندنې لړۍ پیل کړې وه چې په بست زون کې د یادې لړۍ له ترسره کېدو وروسته پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده چې د یادې لړۍ دویم پړاو به هم ډېر ژر د کابل په سرپټې اکاډمۍ یا روزنځای کې د هغو چټک توپ اچوونکو لپاره پیل شي چې د زونونو په کچه یې چټکه توپ اچونه ترسره کړې او سربېره پر  دې به ورته په راتلونکي کې روزنیز او تمریناتي کمپونه هم ونیول شي.

افغان ملې لوبډلې یو له هغو لوبډلو څخه ده چې د چټکو توپ اچوونکو په برخه کې تر ډيره کمې لري.

اوس کرکټ بورډ په دې لټه کې دي، چې د ملې لوبډلې لپاره تیز توپ اچوونکې غوره کې تر څو ملې لوبډلې له دې وروسته د تيزو توپ اچوونکو له ډلي هم ډيره قوي شي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې