افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

نږدې راتلونکي کې به ۲۰ معلول لوبغاړو ته قراردادونه ورکړل شي

افغانستان کرکټ بورډ له تېرو دوو ورځو راهیسې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د ۳۰ معلول لوبغاړو لپاره د معلولینو کرکټ ملي لوبډلې د جوړېدو په موخه د ننګرهار په غازي امان الله خان او سپین غر خصوصي لوبغالي کې د لوبغاړو تمریناتي، روزنیز او د غوراوي کمپ پيل کړی دی.په دغه کمپ کې چې په پایله کې به یې ۲۰ پياوړي لوبغاړي د خپلې وړتیا پر بنسټ غوره شي؛ هغه لوبغاړي شامل دي چې د زونونو په کچه د نجیب الله تره کي په شل اوریزو سیالیو کې ښه ځلېدلي وو.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې مسوول احسان عبید په دې تړاو وایي، یاد تمریناتي، روزنیز او د دغواروي کمپ چې د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۵ پیل شوی او د راتلونکې ډسمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام ومومي؛ په ترڅ کې به یې ۳۰ لوبغاړي د یو بل پر وړاندې پنځه شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي.د ښاغلي عبید په وینا، په یاد کمپ کې به د لوبغاړو پر توپوهنې، توپ اچونې او توپ نیونې هر اړخیز کار وشي او په پایله کې به یې له منځه هغه ۲۰ کسان غوره شي چې په یادو برخو کې یې له ځانه ډېره وړتیا ښودلې وي.د يادولو وړ ده چې د لوبډلې د غوراوي وروسته به غوره شوې ۲۰ کسیزه لوبډله د هېواد او له هېواده بهر د معلولینو له لوبډلو سره سيالۍ او لوبلړۍ هم ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې