دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

محمد اصف : زه پر هغه چا لعنت وایم چا چې د بیا ځل لپاره محمد عامر نړیوال کرکټ ته راستون کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي محمد اصف په خپل وروستي بیان کې ویلي، کله چې په محمد عامر پنځه کله بند ولګید، او له هر ډول کرکټ څخه ګوښه شو پاکستان کرکټ بورډ یې د بیا راوستلو هڅه وکړه، هغه له دې چانسه ګټه پورته کړه لومړی یې د ټیسټ لوبو د فارمټ څخه استعفا وکړه، او یوه اونۍ مخکې یې پاکستان کرکټ بورډ ته په لیکلي ډول ویلي و چې نور نړیوال کرکټ نه ترسره کوي، زما په اند باید عامر د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته ډېره قرباني ورکړی وی او ډېرې سیالۍ یې نورې هم ترسره کړی وی، زه پر هغه چا لعنت وایم کوم چا چې دا بیا له فساد وروسته نړیوال کرکټ ته راستون کړ،


یاده دې وي چې دا لومړی پاکستانی پخوانی لوبغاړی و چې د محمد عامر په استعفا یې سخت منفي غبرګونونه وښودل، له دې مخکې سید اجمل ویلي و چې د عامر سره دې بیا خبرې وشي ترڅو یې پاکستان کرکټ بورډ بیا لوبډلې ته راوړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې