دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سټیو سمیت له څلورو کلونو وروسته په صفر اوټ شو

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې مهم لوبغاړی سټیو سمیت نن د هندوستان پروړاندې بغیر له کومې منډې اوټ شو، دا د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې د څلورو کلونو راپدیخوا لومړنی ځل و چې سمیت پرته له کومې منډې سوځیږي.


سټیو سمیت د ټيسټ کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې لومړنی غوره توپ وهونکی دی چې د آی سي سي سره په ټیسټ نوې او زړه درجه بندۍ کې اول مقام لري، هغه د ۵۲ پنځوسو پاڼیو وروسته نن بغیر له کومې منډې د میدان څخه بهر ووتلو، یاده دې وي چې استرالیا او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه ټیسټ لوبه لاهم روانه ده، استرالیا په لومړي اننګز کې ۱۹۵ منډې جوړي کړي او خپله ټوله لوبډله یې د لاسه ورکړه، هندوستان کرکټ ملي لوبډلې یو ځل بیا خپل اوپنر میانک اګروال پرته له کومې منډې د لاسه ورکړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې