افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

کوم افغان لوبغاړي په ټي ټین لیګ کې واخیستل شو، دلته یې ولولئ

د متحد عربي امارتو په ټي ټين لیګ کې ګڼ شمیر افغان لوبغاړي بیلابیلو لوبډلو د ځان سره په لوبډله کې غوره کړي دي، د دې لوبغاړو د لړ څخه یې شهزاد محمدي، محمد نبي عیسی خيل، او قیس احمد، له مخکې نه و، او تیره شپه چې کوم لوبغاړي اخیستل شوي لاندې دي، رحمن الله ګربز، مجیب الرحمن، غظمت الله عمرزی، نور احمد لکڼوال، درویش رسولي، نجیب الله ځدران، وقار سلام خيل، کریم جنت، ظاهر خان، نوین الحق، فضل الحق، او حضرت الله ځاځی شامل لوبغاړي دي.


نور احمد لکڼوال، قیس احمد، کریم جنت، فضل الحق، او مجیب الرحمن، بنګال ټایګرز، عظمت الله عمرزی، قلندرز لوبډلې، وقار سلام خيل، رحمن الله ګربز، او محمد نبي عیسی خيل، ډهلي بولز، شهزاد محمدي، او ظاهر خان دیکن ګلیډیټرز، درویش رسولي پوني، او نوین الحق او نجیب الله ځدرن، بیا ابوظهبي لوبډلې د ځان سره غوره کړي دي، دې لیګ کې ۸ لوبډلې ګډون والي دي چې د راتلونکې جنورۍ میاشتې په ۲۸ نېټه د شیخ زاهد پر نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې