افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د کرکټ بورډ غلط مدیریت، او د افغانستان په لوبغاړو یې بدې اغیزې، حضرت الله ځاځی له نهم مقام څخه لسم مقام ته ورګوزار کړی شو

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی چې په اوپنینګ کې میدان ته راښکته کیږي نوموړی د آی سي سي په نوې درجه بندۍ کې له نهم مقام څخه لسم مقام ته ګوزار شوی، حضرت الله ځاځی، د ۶۷۶ نمرو په درلودلو سره د ډېر وخت راپدیخوا د آی سي سي سره په شل اوریزه درجه بندۍ کې نهم ځای درلود چې نن په نوې درجه بندۍ کې له نهم مقام څخه لسم مقام ته ورګوزار کړی شو.


په نوې اعلان شوی درجه بندۍ کې انګلستانی ډیویډ ملن، لومړی، بابر اعظم په دوهم، کیل راهول په دریم، ایروین فینچ په څلورم، راسي ونډر ډوسن په پنځم، ګلین مکوسویل په شپږم، ویراټ کوهلي په اووم، کولین منرو په اتم، نیوزیلینډی ټایم سیفرټ په نهم، او لس مقام کې بیا افغان حضرت الله ځاځی قرار لري، یاده دې وي چې ټایم سیفرټ په وروستیو شل اوریزو لوبو کې شانداره اننګزونه نندارې ته وړاندې کړل نو پرهمدي موخه یې افغان توپ وهونکی له نهم مقام څخه لسم مقام ته ورګوزار کړ، د کرکټ د څارونکو په اند افغان لوبغاړي ځکه خپل ښه مقامونه د لاسه ورکوي چې کرکټ بورډ ورته د سیالیو هېڅ زمینه نشي برابرولی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې