افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټولایتي سیالۍ

فرید هوتک : افغانستان کرکټ ملي لوبډله تمریناتي کمپ په ننګرهار کې ترسره کوي

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک تاید کړه چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکو درې پنځوس اوریزو لوبو لپاره ننګرهار کې تمریناتي کمپ ترسره کړي، دا کمپ چې ټاکل شوی وه، د هیواده بهر په متحد عربي اماراتو کې ترسره شوی وی د ویزو د نه ورکولو وروسته افغانستان کرکټ بورډ دې ته اړ شو چې د ۲۵ لوبغاړو ترمنځ تمریناتي کمپ په ننګرهار کې پیل کړي.


افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام لپاره په سوپر لیګ کې درې پنځوس اوریزې لوبې د ایرلینډ سره لري چې کوربتوب یې د افغانستان په غاړه دی، دا سیالۍ د راتلونکې ۲۰۲۱م کال په جنورۍ میاشت کې په ۱۹، ۲۱، او ۲۳ نېټه ترسره کیږي چې له تراوسه پورې د دې سیالیو په اړه کره معلومات نشته چې کوم هیواد کې ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې