دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ریکي پونټینګ : هندوستان کرکټ ملي لوبډله کلین سویپ کولای شو

د استرالیا او هندوستان ترمنځ دوهمه ټیسټ لوبه د راتلونکې میاشتې په ۲۶ نيټه پلیږي، دا چې ویراټ کوهلي د درې سیالیو لپاره لوبډله پریښوده، نو د استرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ریکي پونټینګ په خپل وروستي بیان کې ویلي، مونږ چانس لرو چې هندوستان کرکټ ملي لوبډله په ټیسټ لوبو کې کلین سويپ کړو، دوی به د دومره بدترینه ماتې وروسته بیرته ښه راونه ګرځي، د اجینکا ریحاني په لوبډلمشرۍ کې او د ویراټ کوهلي په نشتون کې زمونږ بالران کولای شي دوی ته سترې ماتې ورکړي،


استرالیا د فاسټ بالرانو په مټ وشو کولای چې هندۍ لوبډله د سختې ماتې سره مخ کړي اوس د کرکټ په نړۍ کې ډېر څارونکې په همدي اند دي چې د ویراټ کوهلي په نشتون کې به هندوستان کرکټ ملي لوبډله د سختو ګړاوونو سره مخ شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې