دلوبغاړو په اړه

په نوی درجه بندۍ کې د استرالیا دوه ستوري پرنورو نړیوالو لوبغاړو راج لري

آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا نن د ټیسټ لوبو درجه بندي خپره کړه چې پکې سټیو سمیت په توپ وهنه کې او پټ کومینز د توپ اچونکو په لړ کې بیا لومړی مقام له ځانه سره لري.
په اعلان شوی درجه بندۍ کې سټیو سمیت لومړی، ویراټ کوهلي په دوهم مقام کې، کین ویلیمسن په دریم، مارنوس لبوس شین په څلورم، بابراعظم په پنځم، ډیویډ وارنر په شپږم، بین سټوکز په اووم، چیتیشور پوجارا په اتم، جي روټ په نهم، او ټام لیتم بیا په لسم مقام کې ځای لري.


د توپ اچونکو په لړ کې پټ کومینز لومړ، سټووارټ براډ په دوهم، نیل واګنر په دریم، ټیم سوتي په څلورم، جوش هزلیوډ په پنځم، کاګیسو رباډا په شپږم، میچل سټارک په اووم، جیمز انډرسن په اتم، روي چندر اشونین په نهم، او جیسن هولډر بیا په لسم مقام کې ځای لري، یاده دې وي چې آی سي سي دا درجه بندي نیم ساعت مخکې اعلان کړه چې پکې سټیو سمیت په خپل لومړني مقام لاهم پاتي دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې