دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

په بیګ باش لیګ کې د راشد ارمان اړونده لوبډلې اډیلایډ بله ماته هم وخوړله

د بیګ باش سیالیو په لړ کې نن یولسمه لوبه د اډیلایډ سټریکرز، او سیډني سیکسرز، لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په دې لوبه کې ټاس اډیلایډ لوبډلې وګټه او لومړۍ یې د توپ وهنې بلنه سیډني لوبډلې ته ورکړه، سیډني په ټاکلي شل اورونو کې ۱۷۷ منډې جوړي کړي چې پکې ډینل کریسټین، ۵۰ او ډینل هاګیس بیا ۴۶ منډې وکړي.


د سیډني ورکړل شوی هدف اډیلایډ لوبډلې پوره نکړ او لوبه یې په ۳۸ منډو مقابلي لوبډلې ته وبایلله، اډیلایډ ته راشد ارمان په توپ اچونه کې یوه ویکټ ترلاسه کړه او همداشان یې په توپ وهنه کې ۱۳ منډې وکړيو یاده دې وي چې دا د اډیلایډ لوبډلې دوهمه ماته وه چې سر په سر یې خوري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې