افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

ظاهر خان ۲۲ کلن شو، د کرکټ په اړه یې معلومات لرئ

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ورو چینامین توپ اچونکی ظاهر نن ۲۲ کلن شو، ظاهر په ۱۹۹۸ م کال په افغانستان کې وزیږید، تراوسه یې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره، افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې لپاره، همدا شان یې په بهرنیو لیګونو کې د بریسبین هیټ لپاره، اسلام اباد یونایټیډ، جمیکا تلاوس، میلبورین سټار، راجستان رایلز، لانکاشاير، سیټ لوشیا زوکس، او په کورني لیګونو کې د کابل، او میس عینک، په ګټه لوبیدلی دی.


د افغانستان لپاره یې دوه ټیسټ لوبې ترسره کړي دي چې پکې کومه منډه نلري، همداشان یې یو پنځوس اوریزه لوبه ترسره کړي او هېڅ کومه منډه دلته هم نلري، په ټیسټ کې د ۲۲۲ توپونو په کولو سره پنځه ویکټې لري، او په همدي بالونو یې ۱۵۸ منډې ورکړي، او د پنځوس اوریزو لوبو په فارمټ کې ۵۵ منډې ورکړي او دوه ویکټې یې ترلاسه کړي دي، عجیبه خو داده چې د افغانستان لپاره یې هېڅ کومه شل اوریزه لوبه نه ده ترسره کړي خو په بهرنیو لیګونو کې ټولې شل لوبې ترسره کړي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې