دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

شاهد خان افریدی : جوش هزلیوډ او پټ کومینز غوره توپ اچونه وکړه، ممکن هندوستان د ویراټ کوهلي په نشتون کې د لاډېرو ستونزو سره مخ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور الراونډر شاهد افریدي په یو بیان کې ویلي، پرون ورځ ريښتیا هم حیرانونکې وه، پټ کومینز، او جوش هزلیوډ، د هندوستان غرور مات کړ، زه بیا هم باوري یم چې هندۍ لوبډله به په دوهمه لوبه کې بیرته ښه راستانه شي، خودا به پرته له ویراټ کوهلي ناممکن وي،


د یادولو ده چې پرون د هندوستان او استرالیا ترمنځ د لوبې درېمه ورځ د ټولو لپاره حیراونونکې وه، استرالیا د لوبې په درېمه ورځ په لومړي ټیسټ لوبه کې هندوستان کرکټ ملي لوبډله په ۳۶ منډو ال اوټ کړه، او د کرکټ په تاریخ کې یې شرمونکې ماته وخوړله، د کرکټ ډېری څارونکې په دې اند دي چې د ویراټ کوهلي په نشتون کې به هندوستان کرکټ ملي لوبډله د سختوننګونو سره مخ شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې