دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د محمد حفیظ ۹۹ منډو هيڅ کومه ګټه ونکړه، پاکستان د سیالۍ د بایللو ترڅنګ سیریز هم له لاسه ورکړ

د نیوزیلینډ په کوربتوب پيل شوی دوهمه شل اوریزه لوبه بیا هم د نیوزیلنیډ په ګټه پای ته ورسیده، د دې لوبې ټاس پاکستان کرکټ ملي لوبډلې وګټه اولومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه دوی په ټاکلي شل اورونو کې د محمد حفیظ د ۹۹ ناسوځیدلو منډو پرمټ ۱۶۳ منډې ترلاسه کړي او د ۱۶۴ منډو هدف یې کوربه لوبډلې ته کيښود.


د پاکستان ورکړل شوی هدف نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې په ډېرې اسانۍ سره ترلاسه کړ او په دوهمه شل اوریزه لوبه کې یې هم بریا ترلاسه کړه، نیوزیلینډ د همدي سیالۍ په ګټلو سره وشو کولای د شل اوریزو لوبو سیریز په خپل نوم کړي، نیوزیلینډ ته په توپ وهنه کې ټایم سیفرټ ۸۴ او لوبډلمشر کین ویلیمسن ۵۷ منډې جوړي کړي، د دواړو لوبډلو ترمنځ به دریمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه د همدي میاشتې په ۲۲ نېټه په نیپر نړیوال لوبغالي کې ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې