دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هند په بترینه توګه نن استرالیا کرکټ ملي لوبډلې ته لوبه وبایلله

د هندوستان او استرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړنۍ ټیسټ لوبه ترسره شوه، دې لوبه کې ټاس هندوستان لوبډلې وګټه او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، دوی په لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۴۴ منډې جوړې کړي چې پکې ویراټ کوهلي ترنورو زیاتې ۷۴ منډې ترلاسه کړي، استرالیا لپاره په توپ اچونه کې میچل سټارک، څلور، او پټ کومینز درې ویکټې واحیستي، استرالیا کرکټ ملي لوبډله چې کله میدان ته راښکته شوه پیل یې ښه نه و دوی خپله ټوله لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۹۱ منډو کې له لاسه ورکړه، د هندوستان لپاره په توپ اچونه کې اشوین څلور، او یاداپ بیا درې ویکټې واخیستي.


مېلمه لوبډله د یو ښه هدف په تعقیب میدان ته راښکته شوه خو داځل د جوش هزلیوډ او د پټ کومینز د خطرناکې توپ اچونې ښکار شوه هندوستان کرکټ ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره د ټيسټ کرکټ په تاریخ کې په یواننګز کې په ۳۶ منډو اوټ شوه، چې پکې محمد شعمي ناسوځیدلی له میدان څخه ووتلو،هندۍ لوبډلې دوهم اننګز کې دومره منډې ونکړي نو پر همدي اساس یې استرالیا ته د ۹۳ منډو هدف په کې کېښود، استرالیا دا هدف د دوه ویکټو په نقصان پوره کړ او په لومړۍ ټيسټ لوبه کې هندوستان کرکټ ملي لوبډله د شرم ناکې ماتې سره مخامخ کړه، استرالیا ته په دوهمه پاڼۍ کې جوش هزلیوډ پنځه او پټ کومینز څلور ویکټې ترلاسه کړي، دا لوبه د روانې میاشتې په ۱۷ نېټه د استرالیا په اډیلایډ اول لوبغالي کې پیل او نن د همدي میاشتې په ۱۹ نېټه پای ته ورسیده، د دواړو لوبډلو ترمنځ څلور ټیسټ لوبې ترسره کیږي چې دوهمه ټیسټ لوبه به یې د همدي میاشتې په ۲۶ نېټه ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې