دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هندوستان کرکټ ملي لوبډلې دټیسټ لوبو په تاریخ کې بترینه ریکارډ تر شا پريښود

د هندوستان او استرالیا ترمنځ لومړنۍ ټیسټ لوبه چې په اډیلایډ اول لوبغالي کې روانه ده اوس مهال د ټيسټ کرکټ ترټولو مشهور هندي لوبغاړي د سخت فشار لاندې دي، هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه پاڼۍ کې د استرالیایي چټک توپ اچونکو مقاومت ونکړ، دوی یوازي ۳۶ منډې جوړي کړي او ۹ مهم لوبغاړي یې د لاسه ورکړل محمد شمي د ژور ټپ له امله د دمې وروسته میدان ته راښکته نشو


په ټولو اوټ شوو لوبغاړو کې داسي کوم لوبغاړی نشته چې د لسو څخه یې پورته منډې ترلاسه کړي وي، دا به د مشهوره هندۍ لوبډلې لپاره خورا زړه بدونکی خبر وي چې لوبډله یې په ۳۶ منډو اوټ کیږي، په ټیسټ کرکټ کې ډېره کله داسي پیښیږي چې یوه لوبډله دي په لومړي یا هم دوهم اننګز کې زر ترزره خپلې ویکټې وبایلي، په ټيسټ کرکټ کې دا د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې بترینه ریکارډ شو چې د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې وروسته یې تر شا پریږدي، په ۱۹۵۵ م کال کې انګلستان کرکټ ملي لوبډله په دې توانیدلې وه چې نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله په دوهم اننګز کې په ۲۶ منډو اوټ کړي، یاده دې وي چې استرالیا کرکټ ملي لوبډلې ته یوازي ۹۰ منډې هدف ایښودل شوی ترڅو یې د سیالۍ په دریمه یاهم څلورم ورځ بشپړ کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې