دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هغه لوبډلې چې د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې له پنځوس منډو مخکې اوټ شوي دي

د کرکټ په نړۍ کې ډېر کله دوه لوبډلې د شل اوریزو او پنځوس اوریزولوبو ترڅنګ ټیسټ سیریزونه هم لري، دلته یې هغه لوبډلې در پيژنو چې یو اننګز کې کمې منډې جوړي کړي وي،


نیوزیلینډ د ټیسټ لوبو په تاریخ کې هغه لوبډله ده چې ترټول کمې منډې په یو اننګز کې ترلاسه کړي وي، په ۱۹۵۵ م کال کې انګلستان لوبډلې په دوهم اننګز کې نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله په ۲۶ منډو اوټ کړه، انګلستان د بیا ځل لپاره په ۱۸۸۶م کال کې جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډله په ۳۰ منډو اوټ کړه، له هغه راوروسته انګلستان د بیا ځل لپاره په ۱۹۲۲ م کال کې جنوبي افریقا په ۳۰ منډو اوټ کړه، په ۱۸۹۹ م کال کې جنوبي افریقا په ۳۵ منډو بیا انګلستان اوټ کړه، په ۱۹۳۲ م کال کې استرالیا کرکټ ملي لوبډله په دې وتوانیدله چې جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډله په ۳۶ منډو وسوځوي، او په ۱۹۰۲ م کال کې انګلستان کرکټ ملي لوبډله په دې وتوانیدله چې نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله په ۳۶ منډو وسوځوي، او نن یعني په ۲۰۲۰ م کال کې استرالیا وشو کولای چې هندۍ کرکټ ملي لوبډله په ۳۶ منډو وسوځوي، له دې وروسته ایرلینډ په ۳۸، نیوزیلینډ په ۴۲، او بیاهم نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله په ۴۲ منډو سوځیدلي ده.
یاده دې وي چې استرالیا او انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ډېر کله د چټکو بالرانو پرمټ دا ریکارډونه خپلوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې