دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

مصباالحق له دندې ګوښه شو

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی مصباالحق چې تر دې مهال د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د انتخابي کميټې مشر و نوموړي دا دنده له لاسه ورکړه، پاکستان کرکټ بورډ نن رسماً اعلان وکړ چې د مصباالحق پرځای به محمد وسیم د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د سلیکشن برخې مشر وي،


محمد وسیم د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې له پخوانیو لوبغاړو څخه و، هغه به د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره تر ۲۰۲۳ م کاله پورې د ټاکونکې ډلګۍ مشر وي، پاکستان کرکټ بورډ په خپله خپاره کړي اعلامیه کې ویلي، وسیم د کرکټ د ټاکونکې ډلې مشر وټاکل شو مونږ د هغه په وړتیا باوري یو، نوموړی به خپله دنده د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پروړاندې پیل کړي، یاده دې وي چې محمد وسیم د پاکستان لپاره ۱۸ ټيسټ او ۲۵ یې پنځوس اوریزې لوبې ترسره کړي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې