دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

پونا ډیویلز لوبډلې د پاکستاني محمد امیر سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړ

د پاکستاني چټک توپ اچونکې محمد امیر سره پونا ډیویلز لوبډلې په ټي ټین لیګ د لوبیدو تړون لاسلیک کړ، دا لیګ چې په نړیواله کچه غوره شوی د راتلونکې جنورۍ میاشتې په ۲۸ نيټه په متحد عربي اماراتو کې پیلیږي.


محمد امیر په تیر کې هم په دې لیګ کې لوبیدلی و خو اوس تازه ورسره د پونا لوبډلې د راتلونکې فصل لپاره د لوبیدو تړون لاسلیک کړ، د یادلو ده چې پاکستاني محمد امیر د سریلانکا په لنکا پريمیر لیګ ښه توپ اچونه هم وکړه او لوبډله یې په فاینل لوبه کې د ماتي سره مخ شوه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې