دلوبغاړو په اړهلیګونه

نارټم پنټشاير له محمد نبي عیسی خيل سره تړون لاسلیک کړ

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي محمد نبي عیسی خيل سره په انګلستان ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نارټم پنټشاير لوبډلې د لوبیدو تړون لاسلیک کړ.


ډیویډ ریپلي د محمد نبي په اخیستو خوښې ښودلی او هغه یې د نارټم لوبډلې لپاره ګټور الراونډر بللی دی، ډیویډ زیاتوي محمد نبي د نړۍ د مشهوره الراونډرانو په قطار کې دی او د کرکټ په ډګرکې نوموړی په شل اوریزو لوبو کې ځانګړي تجربه لري، بل پلو د همدي لوبډلې لوبډلمشر جوش کب بیا وایې : محمد نبي به زمونږ د منځ لیکې هغه تشه ډکه کړي کوم چې ورسره ډېر وخت مونږ لاس او ګریوان یو، مونږ له ډېرو وختونو هڅه کوله چې د نړۍ دا مشهور الراونډر په لوبډله کې ځایه کړو چې اوس خپل عالي هدف ته ورسیدو، یاده دې وي چې ویټالیټي بلاسټ سیالۍ د انګلستان هیواد کورنی تجارتي لیګ دی، چې ډېر کله پکې د نړۍ غوره لوبغاړي لوبیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې