لیګونهنړیوال کریکټ

چټک توپ اچونکی لوکي فیرګوسن، د پاکستان پروړاندې یوه سیالۍ کې هم ګډون نلري

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې مخکښ چټک توپ اچونکی لوکي فیرګوسن، د ژور ټپ له امله نشي کولای د پاکستان پروړاندې په درې شل اوریزو او دوه ټیسټ لوبو کې د نیوزیلینډ په ګټه ولوبیږي.


ګاري سټيډ چې د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی دی وایې، مونږ د لوکي لپاره ډېر بد احساس لرو هغه د چټکې توپ اچونې غوره سپيل و، کوم رفتار چې په توپ اچونه کې لوکي لري دا غوره والی د نړۍ په هېڅ کوم بالر کې نشته خو بدبخته چې هغه د چپ لاس او چپې اوږې څخه ډېر رنځ وړي، د یادولو ده چې نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله به د روانې میاشتې په ۱۸ نېټه د مېلمه پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره خپله لومړنۍ شل اوریزه لوبه ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې