دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پرنیوزیلینډ نیوکه، رامیز راجا : د بابر اعظم په ټپي کیدوکې کوربه هیواد ګرم دی

د بابر اعظم د ټپي کیدو وروسته د ډېرو پخوانیو پاکستاني لوبغاړو غوصي راپاریدلي چې ځنې یې په حقیقت کې سم او ځنې بیا یوازي بهاني لټوي، رامیز راجا چې د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د اوس وخت مخکښ تبصره کوونکی دی، پر نیوزیلینډ کرکټ بورډ او هیواد یې نیوکه وکړي، نوموړي په خپل یوټیوب چینل کې ویلي، پاکستان کرکټ بورډ ته پکار و چې لومړی یې د نیوزیلینډ څخه د تمریناتو لپاره سم ځای نیولی وی، کوم ځای کې چې پاکستان کرکټ لوبډله په تمریناتو بوخته دا یقني د تمرین لپاره مناسب ځای نه دی، دا چې کوین سټوون، هېڅ د کرکټ لپاره مناسب نه دی نو نیوزیلینډ کرکټ بورډ ته پکار دي چې د تمریناتو لپاره سم مرکزونه جوړ کړي ترڅو لوبغاړي پکې په ښه شکل تمرین ترسره کړي،


رامیز راجا په دي اند دی که چیرته په کوین سټوون کې پاکستان کرکټ ملي لوبډلې خپل تمرینات نه کولی نو د بابر اعظم ګوته به نه ماتیدله، یاده دې وي چې بابر اعظم ته دولس ورځي استراحت ورکول شوی ترڅو د ټيسټ لوبو لپاره بیرته لوبډلې ته راوګرځي، پاکستان کرکټ بورډ لاتراوسه د درې شل اوریزو لوبو لپاره نوې لوبډلمشر نه دی اعلان کړی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې