دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ټایم پین : سټيو سمیت د ملا درد لري زه د هغې لپاره خفه یم خو باوري یم چې په سیالۍ کې به موجود وي

په پام کې ده چې د استرالیا او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه سبا پیل شي، دې لوبې ته چې ګڼ شمیرهندي او استرالیایي مینوال انتظار باسي په اډیلایډ اوول نړیوال لوبغالي کې پیلیږي، پرون د ټیسټ کرکټ د لومړی درجه لوبغاړي سټیو سمیت په اړه د استرالیا کرکټ بورډ اندیښنې وي ځکه نوموړی د لس دقیقو وروسته بیرته د نیټ څخه ووتو، اوس تازه د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ټایم پين ویلي، سمیت ډېر وخت د ملا درد لري خو بیرته ډېر ژر رغیږي، پرون هغې اوږد تمرین ونکړ او نن هغه بیرته د روزونکې او ډاکټر لخوا لیدل کیږي چې څومره د ډاډ او اندیښنې به ولري، خو زه باوري یم چې هغه به په لومړۍ ټیسټ لوبه کې موجود وي،،


یاده دې وي چې سټیو سمیت په پنځوس اوریزو او شل اوریزو لوبو کې ځان ښه ثابت کړ نو له همدي امله دوی د سمیت د بیرته راتګ لارې څاري، استرالیا کرکټ ملي لوبډلې لپاره بد خبر دادی چې دوی لا دمخه خپل لومړنی اوپنر ډیویډ وارنر له لاسه ورکړی و.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې