دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

پر راشد خان ارمان او محمد نبي ماین استرالیایي روزنکی ټام موډي بیرته سنریزر حیدر اباد لوبډلې ته راوګرځيد

د هندوستان په آی پي ایل لیګ کې د سنریزر حیدر اباد لوبډلې مشهور روزونکی ټام موډي بیرته سنریزر حیدر اباد لوبډلې ته د ډاېریکټور په حیث راستون شو.
ټام موډي د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی نامتو کرکټر و چې سږکال د حیدراباد ملګری نه و، نوموړی ۷ کاله د سنریزر حیدر اباد لوبډلې مشر روزونکی پاتې شوی و چې په ۲۰۲۰ م کال کې د قرارداد د پوره کیدو له امله د دې لوبډلې غړی نه و، ټام په لومړي فصلونو کې د کینګز الیون پنجاب لپاره هم روزونکی پاتې شوی و،

د دې ترڅنګ په ۲۰۰۰ م کال کې دسریلانکا کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی هم پاتی شوی و، ټام پر افغان دوه الراونډراوبيخي زړه بایللی و او ډېر وخت به یې په راشد خان ارمان او محمد نبي عیسی خيل تبصرې کولي، اوس تازه نوموړی یو ځل بیا د ۲۰۲۱ م کال آی پي ایل سیالیو لپاره حیدر اباد لوبډلې ته د ټیم ډاېریکټو په صفت راستون شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې