دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پاکستان کرکټ بورډ یو ځل بیا هندوستان ته د سیالیو وړاندیز وکړ، دا د سیاسي اختلاف سخته ننګونه، پاکستان کرکټ بورډ له کلونو هڅه کوي چې د کرکټ په ډګر کې خپل سرسخت سیال هندوستان دوه اړخیزه سیریز ته اړ کړي، اما دا ځواب تل منفي وي

د سیاسي اختلافاتو له وجې هندوستان کرکټ ملي لوبډله نه غواړې خپل سیاسي حریف پاکستان سره د کرکټ دوه اړخيزه سیالۍ ترسره کړي، پاکستان ډېر ځله هڅه وکړه چې د هندوستان لپاره قناعت کوونکې ځوابونه پیدا کړي ترڅو قانع یې کړي چې دې هیواد سره دوه اړخیزه سیریز ترسره کړي اما هندوستان یې د هرځواب پروړاندې منفي او سخت ځواب ویلی دی.


د پاکستان کرکټ بورډ اجراییه رییس وسیم خان په خپلو تازه څرګندو کې ویلي مونږ چمتو یو چې هندوستان سره سیریز ترسره کړو، د دې لپاره مونږ ډېر وخت د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ته ځانګړی کړی خو هندوستان یې په اړه لا ځواب نه دی ویلی، وسیم زیاتوي مونږ یوازي په تمه پاتې کیږو چې هندوستان کله مونږ سره د سیالیو چمتوالی نیسي، یاده دې وي چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي بیا وایې ترکومه چې نیریندرا مودي د هندوستان لومړی وزیر وي پاکستان کرکټ ملي لوبډله به هيڅ کله هم د هندوستان سره سیالۍ ترسره نکړي، په تیر کې هم له مودي څخه غوښتنه شوی وه چې هندۍ لوبډله دي وهڅوي ترڅو پاکستان کرکټ لوبډلې سره لوبې بیا پیل کړي خو هغه یې په ځواب کې ویلي و چې دا په کرکټ کې هيڅ ډول لاس وهنه نه کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې