دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ویسټ انډیز د نیوزیلینډ وروسته بنګله دیش ته سفر کوي

ویسټ انډیز کرکټ بورډ خبر ورکړ چې په راتلونکې جنورۍ میاشت کې به دوی د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې سره درې شل اوریزې او دوه ټیسټ لوبې ترسره کړي چې کوربتوب به یې د بنګله دیش پرغاړه وي.


دالوبې د دواړو بورډونو لخوا په مشوره په لار اچول شوي چې د شل اوریزو لوبو پیل به د جنورۍ په ۲۰ په ډاکه، او دټیسټ لوبو پیل به په چټوګرام کې د همدي میاشتې په ۲۵ نېټه وکړي، دوی به خپله وروستۍ ټيسټ لوبه په ډاکه کې د فبرورۍ په ۱۱ نيټه ترسره کړي، ویسټ انډیز کرکټ بورډ خپل دوه غړي بنګله دیش ته لیږلي و ترڅو د کرونا ویروس په اړه دوی ته وروستې معلومات ورکړي، بل پلو بنګله دیش کرکټ بورډ د دې ډول سیریز هرکلی کړی، دوی ویلي د نړیوال کرکټ بیرته پیلیدل په بنګله دیش هیواد کې غټه لاسته راوړنه ده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې