نړیوال کریکټ

شین وارن: زه له هارډیک پانډیا سره مینه لرم

پخوانی اسټرالیاوي کریکټر شین وارن وایي چې هارډیک پانډیا زما د خوښې لوبغاړی دی، هغه ډیر په زړه پورې دی، نوموړی وایي هارډیک زما د خوښې له دریو غوره لوبغاړو څخه یو دی، هارډیک د هندوستان لوبډلې یو سټایل کوونکی الراونډر دی وارن وایي چې پانډیا په هر حالات کې په خوله خندا لري او زه یې له لوبې څخه خوند اخلم.
شین وارن وایي چې پانډیا د سویلي افریقا په خلاف ښایسته لوبې کړي او هغه بیخي نه هیریدونکي دي همداراز هغه د اسټرالیا په خلاف ښایسته لوبې وکولې شین وارن زیاته کړې چې ” زه له هغه سره مینه لرم، هغه یو تکړه لوبغاړی دی او زه د هغه قدر په ناز تللو، ډیر ښه او تکړه ستوري سره کوم”

وارن سپورټ تیک ته په مرکه کې ویلي چې زه ورسره مینه لرم ما څو اونۍ مخکې ویلي و چې هغه زما د خوښې دریو لوبغاړو څخه یو دی زه به ډیر خوښ شم چې هغه په ټیسټ لوبو کې ووینم د ویرات کوهلي په تللو به دی ډيره ښه ولوبیږي توپ وهنه او شاید توپ اچونه هم ترسره کړي که هغه راشي هندۍ لوبډلې سره به ډیره مرسته وکړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې