دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د کین ویلیمسن راتګ، او د کولین ګرنډ هوم له ټیسټ سیالیو بهر کیدل

د نیوزیلینډ کرکټ بورډ خبر ورکړ چې د پاکستان سره په ټيسټ سیالیو کې د منځنۍ لیکې مشهور لوبغاړي کولین ګرنډ هوم ته چانس نشته ځکه نوموړی د سخت ټپ له امله نشي کولای په لنډ وخت کې لوبو ته راستون شي، یاد کرکټ بورډ په خپره شوی اعلامیه کې ویلي، مونږ په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې چې د پاکستان سره یې لرو کین ویلیمسن هم نلرو، ځکه هغه د خپل نوې زیږدلي ماشوم لپاره اجازت غوښتې اوس هغه د خپلې میرمنې سارا رحیم، سره د ماشوم په پالنه بوخت دی،


نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان پروړاندې د لومړۍ شل اوریزې لوبې لوبډلمشري سوکه توپ اچونکې میچل سټنر ته پريښې، بل پلو پاکستان کرکټ ملي لوبډله بیا د ځان سره اوپنر توپ وهونکی بابراغظم هم نلري، یاد بورډ د کین ویلیمسن په اړه ویلي هغه به دوهمې شل اوریزې لوبې ته بیرته راوګرځي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې