دلوبغاړو په اړه

د ویرات کوهلي په نه شتون کې به اجینکا ریحاني د دریو ټیسټ لوبو کپټان وي

ټاکل شوې چې ویرات کوهلي به له لومړۍ ټیسټ لوبې وروسته بیرته هندوستان ته ستون شي ترڅو له خپلې میرمنې سره یوځای د نوي زیږدلي ماشوم لیدنه وکړي او اجینکا ریحاني به د وروستیو دریو لوبو کپتان وي.
د هندوستان پخوانی کپټان سنیل ګاوسکار د نوموړي په اړه وایي چې ریحاني به هیڅ تر فشار لاندې نه وي ځکه نوموړی یوازې د دریو لوبو کپټان دی سنیل وایي ” ریحاني به په واقعي توګه تر فشار لاندې نه وي ځکه کله چې هغه د ټیم رهبري کړې هغه لوبه ګټلې ده، نوموړي مخکې هم داسټرالیا په خلاف یوځل په ډهرام شالا کې لوبه کړې وه هغه یې ګټلې وه او همداراز د افغانستان خلاف لوبه کې کپتان و هغه یې هم ګټلې وه، نو دې حالاتو ته په کتو نوموړی له فشار لاندې نه ښکاري او ښه لوبه به وکړي”
دی وایي ریحاني یو پیاوړی کریکټر دی هغه به ښه ولوبیږي په فکر سره به لوبه وکړي او ښه شاټونه به ترلاسه کړي ځکه هغه یوازې د دریو لوبو لپاره مسولیت لري نو دا مسولیت به ښه ادا کړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې