نړیوال کریکټ

جستین لانګر: موږ د ویرات کوهلي د اوټ کولو لپاره ځانکړي پلانونه لرو

د استرالیا لوبډلې روزونکی جسټین لانګر وایي چې موږ د ویرات کوهلي لپاره ځانګړي پلانونه لرو چې څه ډول هغه له لوبډلې لرې وساتو نوموړي نن سه شنبه وویل چې زموږ ټیم د هندي خطرناک لوبغاړي او کپتان ویرات کوهلي لپاره ځانګړې پلانونه لري ترڅو په لومړۍ ټیسټ لوبه کې هغه زیاتو منډو کولو ته پرینږدي او ژر یې له میدانه بهر کړي ځکه نوموړی به یوازې په همدې یوه لوبه کې وي او بیا هندوستان ته په رخصتۍ لاړ شي.
لانګر وایي زه د کوهلي غیبت نه کوم هغه په واقعي ډول یو ښه اوبغاړی دی، هغه یو ښه مشر دی زه ورته ډیر درناوی لرم او د هغه احترام کوم؛ خو موږ د هغه لپاره ښه پلان نیولی ځکه موږ پوهیږو چې د هغه پاتې کیدل څومره د هندوستان لپاره مهم دي، نو موږ غواړو هغه ژر اوټ کړو ترڅو ښه پر مخ لاړ شو.
دغه روزونکی وایي موږ دې تیسټ لوبو ته په تمه یو دا لوبې راروانه پنج شنبه ترسره کیږي چې د ډسمبر په ۱۷ مه پنج شنبه به د دواړو لوبډلو ترمنځ پیل شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې