دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

اډیلایډ سټریکرز لوبډلې د راشد ارمان په شتون کې بریا ترلاسه کړه

د بیګ باش سیالیو په لړ کې نن اتمه لوبه هم وشوه، په دې لوبه کې اډیلایډ سټریکرز، لوبډله د هوبرټ هوریکنز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه، هوبرټ لوبډلې لومړۍ توپ وهنه ترسره کړه دوی په ټاکلي شل اورونو کې ۱۴۶ منډې جوړي کړي چې پکې بین مک ډرمټ او کولین انګرام ۴۶ ۴۶ منډې د خپلې لوبډلې په ګټه ترلاسه کړي.


د هوبرټ ورکړل شوی هدف اډیلایډ سټریکرز لوبډلې په ډېرې اسانۍ سره پوره کړ او له یوې ماتې وروسته یې دوهمه بریا ترلاسه کړه، د اډیلایډ لپاره په توپ اچونه کې افغان سوکه توپ اچونکې راشد خان ارمان څلور اورونه ترسره کړل ۲۷ منډې یې ورکړي او یوه ویکټ یې ترلاسه کړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې