دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

انظمام الحق د پاکستاني ټیم پر مدیرت سختې نیوکې وکړي

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي انظمام الحق، پرخپل ټيم مدیرت سختې نیوکې وکړي، نوموړي په یو بیان کې ویلي، وقار یونس ته نه و پکار چې هغه د بابر اغظم د ټپي کیدو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، بابر اغظم یو ښه لوبغاړی دی او د هغې په نشتون کې به پاکستان کرکټ ملي لوبډله له ستونزو سره مخ شي، زه پرهمدي خبره سخت غوصه یم چې ولي یونس داسي خبرې کړي دا په لوی لاس نیوزیلینډ ته یو پیغام دی چې یعني مونږ کمزوري یو او تاسو کولای شئ مونږ څخه په لوړ مورال لوبه وګتئ،،


انظمام الحق په خپلو خبرو کې د بابر ستاینه وکړه چې هغه یو ښه لوبغاړی دی خو باید د ټیم رهبرۍ داسي خبرې نه وی کړی ځکه دا د پاکستان لوبډلې مورال ټيټوي او د نیوزیلینډ مورال لوړوي، یاده دې وي چې پاکستان کرکټ بورډ د بابر اغظم د نشتون له امله په توپ وهنه کې زیاته اندیښنه لري، پاکستان او نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې د روانې میاشتې په ۱۸ نېټه د شل اوریزو لوبو پیل کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې