افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

افغان کرکټ ملي لوبډله په ایف ټي پي،سازمان کې د راتلونکې ۲۰۲۱ م کال لوبې ورو ورو له لاسه ورکوي

افغان کرکټ ملي لوبډله چې راتلونکی کال له ګڼو نړیوالولوبډلو سره په

FTP

سازمان کې لوبې لري اوس هره یوه بین الملي لوبډله هڅه کوي چې افغانستان کرکټ بورډ سره د

FTP

 په سازمان کې لوبې لغوه یاهم ترسره نکړي.

پنځه اونۍ مخکې هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۱ م کال د لوبو ټوله لړۍ اعلان کړه چې هېڅ یې پکې د افغانستان درې پنځوس اوریزو لوبو ته ځای نه دی ورکړی، همداشان نن استرالیا کرکټ بورډ هم د راتلونکې ۲۰۲۱ م کال د ټولو لوبو لړۍ اعلان کړه چې د بیا ځل لپاره یې د افغانستان سره ټيسټ لوبې ته ځای نه دی ورکړی، افغانستان کرکټ ملي لوبډله په ۲۰۲۱ م کال کې د جنورۍ په ۱۹ نېټه، ۲۱، او ۲۳ نېټه خپلې درې پنځوس اوریزې لوبې په متحد عربي اماراتو کې ترسره کړي چې له دې وروسته به افغان کرکټ ملي لوبډله د زیمبابوی سره لوبې وکړي، د دې وروسته سریلانکا، او پاکستان، هغه لوبډلې دي چې افغانستان به د

FTP

سازمان د مهالویش له مخې ورسره لوبې ترسره کړي، که افغان کرکټ ملي لوبډله دي سازمان ته په تمه پاتې کیږي نو ډېرې نړیوالې لوبډلې به دوی سره خپلې کړي لوبې لغوه اعلان کړي. 

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې