افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

کم بخته کریم خان صادق پرته له کومې لوبې بیرته له سریلانکا څخه افغانستان ته راستنیږي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی اوپنر توپ وهونکی کریم خان صادق له قیس احمد سره یوځای د سریلانکا څخه افغانستان ته راستنیږي، دغه مشهور افغان لوبغاړی چې د سریلانکا په لنکا پریميرلیګ کې کولمبو کینګز لوبډلې د ځانه سره په لوبډله کې غوره کړی و په هېڅ کومه سیالۍ کې ورته چانس ورنکړل شو، نوموړی به له نوین الحق، قیس احمد رحمن الله ګربز، او سمیع الله شینواري سره په ګډه افغانستان ته راشي.


کولمبو کینګز لوبډلې مخکې خبر ورکړی و چې کریم خان صادق ته به په اوپنینګ برخه کې چانس ورکړي خو دا خبره برعکس وه نوموړی یوازی سریلانکا ته لاړ او په هېڅ کومه سیالۍ کې ونه لیدل شو، دا چې کولمبو لوبډله کې مشهور لوبغاړي و نو لامل یې همدا و چې کریم صادق ته په یوه سیالۍ کې چانس هم ورنغلی، کولمبو لوبډلې پرون د قیس احمد په شتون کې په نېمه پای لوبه کې ګالي ته لوبه وبایلله او د لیګ د مخکې تګ څخه محرومه شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې