دلوبغاړو په اړه

مجیب ځدران روغ شوی او نن بیګ باش کې لوبیږي

افغان لوبغاړی مجیب ځدران چې څه موده وړاندې په کرونا ویروس اخته شوی و، دوه ورځې وړاندې یې په اړه ښه خبرونه خپاره شول، د نوموړي لوبډلې تائید کړې چې مجیب ښه شوی او ډیر ژر به په لوبډله کې واخستل شي، د برسبڼ هیټ لوبډلې کپتان کریس لین د هغه له رغیدو سره سم ویلي و چې زموږ لومړۍ ماتې سخته وه موږ مجیب ته ضرورت لرو زه خوښ یم چې هغه ښه شو هغه به د دوشنبې ورځ موږ سره ولوبیږي نوموړی وایي” موږ هغه ته په تمه یو هغه له پخوا راهیسې زموږ د لوبډلې غړی دی هغه یو نړیوال لوبغاړی دی او کولای شې د لوبې مخ بدل کړي”

نن دوشنبه د مجیب لوبډله برسبڼ هیټ له سیډني ټنډر سره د بیګ باش لیګ ۷ مه لوبه ترسره کوي چې ددې لوبډلې کپټان کرس لین مخکې ویلي و چې دوشنبه به هغه په لوبډله کې راواخلو اوس تازه د کریک انفو پر پاڼه خپور شوي نوملړ کې د مجیب نوم راغلی او ښکاري چې له کرونا وروسته به خپلې لوبډلې سره یوځای شي او لومړۍ لوبه به ترسره کړي.
برسبڼ لوبډله د مجیب په راتلو خوشحاله ده دې لوبډلې درې لوبغاړي په نن سکواډ کې شامل کړي مجیب ځدران، جیک ویلډرمټ او مارک سټیکټي د اسټرالیا له الف ټیم لوبو څخه راګرځیدلي دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې