لیګونه

مجیب ځدران د بیګ باش پیل په یوه ویکټه وکړ

د افغان کرکټ ملی لوبډلې سوکه توپ اچونکی چې په 2020 کال په بېګ باش سترو سوداګریزو سیالیو کې د برسبن هېټ لوبډلې له لورې اخېستل شوی، استراليا ته د تګ سره همهاله د کرونا په ناروغۍ اخته شو، خو اوس بېرته له دغې ناروغۍ ښه شوی او په نننۍ لوبه کې د خپلې لوبډلې لپاره ولوبېد .

مجیب د بېګ باش په اوومه،خو خپله لومړۍ لوبه کې په څلورو اورونو کې د ۲۷ منډو په ورکړې یوه وېکېته تر لاسه کړه، په لوبه کې د مجیب الرحمن اړوند لوبډلې سیډني ټونډر لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۷۹ منډو هدف په مخکې کېښود.
په ځوابي لوبه کې سډني ټونډر لوبډلې یاد هدف د
شپږو لوبغاړو په سوځېدو پوره او لوبه يې وګټله.
د استراليا ستر سوداګریز ليګ اتمه لوبه چې سبا غرمه ترسره کیږي د راشد اړوند اډېلایډ سټراکرز او هوبارټ هوریکانس لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې