دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د پاکستان ښځينه لوبډله جنوبي افریقا ته سفر کوي

پاکستان کرکټ ښځېنه ملي لوبډله ۲۰۲۱ م کال کې جنوبي افریقا ته د سیالیو لپاره سفر کوي، په دې سیریز کې درې شل اوریزې او درې پنځوس اوریزې لوبې کوي.

پاکستان کرکټ ښځېنه ملي لوبډله د جنورۍ په ۱۱ نېټه د جنوبي افریقا دوربن ښار ته سفر کوي، لومړی دوه پنځوس اوریزې لوبې به په کینګز میډ نړیوال لوبغالي کې ترسره کړي، او خپله وروستۍ پنځوس اوریزه لوبه او دوه شل اوریزې لوبې به په دوربن کې ترسره کړي، د جنوبي افریقا د کرکټ بورډ رییس ګریم سمیت ویلي و، دا ډېره مهمه ده چې مونږ له پاکستان کرکټ ښځېنه ملي لوبډله مېلمنه کړو، زمونږ ښځېنه لوبډله لوبو ته اړتیالري او د دې ترڅنګ به مونږ له دي لارې ښه عایدات لاسته راوړو، بل پلو د پاکستان د ښځېنه ټیم انتخاب کوونکې عروج ممتاز بیا ویلي، دا غوره خبره ده چې مونږ په سختو حالاتو کې باید په لوبډلې پانګونه وکړو، زه ډېره خوشاله یم چې جنوبي افریقا کرکټ بورډ مونږ ته دا ډول سیریز برابر کړ ترڅو مو ښځېنه لوبغاړې په لوبو مصروفه شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې