دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د پاکستان مشر روزنکی مصباالحق : مونږ به د نیوزیلینډ څخه لوبې د توپ اچونې پرمټ ګټو

مصباالحق کې چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی دی نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دا چې د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله د ځانه سره په لوبډله کې مشهور چټک توپ اچونکې لري نو مونږ هم هڅه کوو په فاسټ بالرانو د کوربه لوبډلې څخه لوبې وګټو، زمونږ لوبډلې غوره توپ وهونکې له لاسه ورکړي چې ښه مثال یې امام الحق او لوبډلمشر بابر اغظم دی،


د دواړو لوبډلو ترمنځ به رسمي سیالۍ د روانې میاشتې په ۱۸ نېټه پیل شي دې سیریز کې درې شل اوریزه او دوه ټیسټ لوبې شاملي دي، د یادولو ده چې نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله په کور دننه په اسانۍ نه تسلیمیږي دا ځکه چې دوی په توپ وهنه او توپ اچونه کې د ځانه سره په لوبډله کې مشهور چټک او نامي توپ وهونکې لري، چې د توپ وهنې په برخه کې ښه مثال مارټن ګوپټل، او د توپ اچونې په برخه کې بیا له ځانه سره لوکي فیرګوسن، ټرینټ بولټ او ټیم سوتي لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې