دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د ویسټ انډیز تش لاس سفر په نیوزیلینډ کې پای ته ورسید

د کوربه نیوزیلینډ او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه ټیسټ لوبه هم ترسره شوه، په دې لوبه کې ټاس ویسټ انډيز لوبډلې وګټه او د توپ وهنې بلنه یې کوربه لوبډلې ته ورکړه، نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې په لومړي اننګز کې ۴۶۰ منډې جوړي کړي چې پکې هینري نیکولاس، ۱۷۴ او نیل واګنر بیا ۶۶ منډې ترلاسه کړي.

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډي بالرانو مقاومت ونکړ او خپله ټوله لوبډله یې په ۱۳۱ منډو کې له لاسه ورکړه، ټایم سوتي او کایل جیمسن، د ویسټ انډيز څخه پنځه پنځه ویکټې واخیستې، کوربه لوبډلې یو ځل بیا میلمنې ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې ته د دوهمې پاڼۍ بلنه ورکړه ویسټ انډیز ونشو کولای چې په دوهمه پاڼۍ کې هم د نیوزیلینډ ورکړل شوی هدف پوره کړي او لوبه یې په یو اننګز او ۱۲ منډو وبایلله، یاده دې وي چې د شل اوریزو لوبو سیریز هم نیوزیلینډ او د ټیسټ لوبو سیریز هم دوه صفر نیوزیلینډ په خپله نفه تمام کړ، د همدې سره د ویسټ انډيز ناکام سفر په نیوزیلینډ کې پای ته ورسید، نیوزیلینډ لوبډله به دروانې میاشتې په ۱۸ نېټه خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه د پاکستان پروړاندې ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې