نړیوال کریکټ

اکاش چوپړا: لوکېش راهول شاید د اسټرالیا په خلاف لومړۍ ټیسټ لوبه کې ونه لوبیږي

اسټرالیا او هندوستان په راتلوونکې ۱۷ مه نیټه د څلورو ټیسټ لوبو لړۍ پیلوي دغو دواړو لوبډلو له وړاندې تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړې خو اوس تازه پخوانی هندي کریکټر اکاش چوپړا وایي چې لوکیش راهول به په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې وانخستل شي نوموړی وایي د راهول وروستۍ ۱۰ ټیسټ سیالۍ دومره ښې نه وې او دومره ښه نه دی ځلیدلی نو شاید هغه په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې وانخستل شي.

چوپړا وایي راهول یو ښه پیلیز توپ وهوونکی دی هغه د اوږد فارمټ لوبولو ښه لوبغاړی دی نوموړي په ۳۳ ترسره کړو سیالیو کې په ۳۶ اوریج سره منډې جوړې کړي راهول پنځه سلیزې لري، خو هغه په تیرو تمریناتي سیالیو کې هم نه و اخستل شوی او تیرو لسو سیالیو کې هم ښه نه دی ځلیدلی نو زه فکر کوم چې هغه به لومړۍ ټیست لوبه کې وانخستل شي.
چوپړا زیاتوي چې زه د راهول تخریب نه کوم هغه په بهرني لوبو کې کافي ښه فعالیت کړی هغه په حقیقت کې د ​​اسټرالیا، انګلینډ، او ویسټ انډیز په خلاف سلیزې لري خو له دې ټولو سره سره د راهول وروستی 10 ټیسټ اننگزون د هغه په ​​ګټه نه و ښه ونه ځلید او له همدې امله هغه شاید ونه لوبیږي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې